د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د ۱۰.۴۸ کیلومتره سړک د جوړلو کار دوام لري

Anonymous (not verified)
Wed, Apr 21 2021 8:56 AM
د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د ۱۰.۴۸ کیلومتره سړک د جوړلو کار دوام لري

 

دا اسفالټي او کانکریټي سړک چې ۱۰.۴۸ کیلومتره اوږدوالی لري، د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ له مرکز څخه د یادې ولسوالۍ تر سوچ کلي پورې غځیدلی، اوس مهال یې رغنیزې چارې له ۱۳ سلنه پرمختګ سره دوام لري.

یاد سړک د ټولګټو وزارت د انرپ یا د کلیو د لار جوړونې ملي پروګرام تر چتر لاندې د څه باندې ۱۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي.

د یادې پروژې د رغنیز کار په جریان کې د سیمې د اوسېدوونکو لپاره په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۴۰۵۰ کاري ورځې رامنځته شوي او په مستقیم ډول به ۲۷۰۰ تنه ترې ګټه پورته کړي، چې د کار له بشپړیدو سره به یې د جرم ولسوالۍ د سوچ او شاو خوا کلیو د اوسېدونکو د سړک ستونزه هواره شي او تر پخوا به په اسانه ډول د جرم ولسوالۍ د مرکز بازار ته تګ را تګ وکړي.

انرپ یا د کلیو د لار جوړونې ملي پروګرام چې وړاندې یې یوه لویه برخه له کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سره وه تازه ټولګټو وزارت ته په بشپړه توګه انتقال شوی چې د هیواد په کليو او بانډو کې ګڼې پروژې تر کار لاندې لري.

ټولګټو وزارت ـ کابل

.

6 months 4 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS