د سمنګان له دره صوف څخه تر شباشک کان پوري د سړک کار ۵۰ سلنه بشپړ شوی

Anonymous (not verified)
Tue, Apr 27 2021 10:59 AM
د سمنګان له دره صوف څخه تر شباشک کان پوري د سړک کار ۵۰ سلنه بشپړ شوی

دا سړک د ۳۷.۱۹۴ کيلومتره اوږدوالي او ۱۰ متره پلنوالی په درلودلو سره د سمنګان ولايت، د دره صوف بالا ولسوالۍ له سوخته بازار څخه د یاد ولایت تر شباشک د ډبرو او سکرو کان پوري غځیدلی

همدارنګه د یاد سړک په اوږدو کې دوه پایې ۸۰ متره پُلونه، ۱۱۲ پایې پُل ګوټي، ۶۴۰۰ مترو په اوږدوالی ۵۶ معبرونه هم شامل دي

دا پروژه د څه باندې یو ميلیارد افغانيو په ارزښت له يوه خصوصي ودانیز شرکت سره تړون شوی، چې مالي لګښت يې د افغانستان دولت له ملي بوديجې څخه ورکول کيړي او دا مهاله یې د جوړولو کار له ۵۰ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لري

د یاد سړک د رغنیز کار په جریان کې د سیمې اوسېدوونکو ته د کار زمینه برابره شوي چې د کار له بشپړدو سره به یې د سمنګان ولایت د کانونو په استخراج کې اسانتیا رامنځته شي

همدارنګه د هیواد په اقتصادي پياوړتیا او د سمنګان ولایت په ترانسپورتي زیربینا په رامنځته کولو کې به بنسټيز رول ترسره کړي او د ټولنیز ثبات ترڅنګ به د دره صوف ولسوالۍ اوسېدوونکې روغتیایي او ښوونیزو مرکزونو ته تر پخوا په اسانه توګه لاس رسی پیداکړي

ټولګټو وزارت ـ کابل

.

2 years 1 month ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS