د کابل – میدان ښار د ۸ کیلومتره سړک د ترمیم اساسي چارې رسماً پیل شوې

ashraf_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۷/۱۹ - ۹:۵۷
د کابل – میدان ښار د ۸ کیلومتره سړک د ترمیم اساسي چارې رسماً پیل شوې

د کابل – میدان ښار د ۸ کیلومتره سړک د ترمیم اساسي چارې رسماً پیل شوې

د کابل ښار د کمپنۍ له پُل څخه د میدان ښار په لور د ۸ کیلومتره سړک د ترمیم ( قیرریزي ) چارې د ټولګټو وزارت د تخنیکي مرستیال سید ادریس میر، د کابل ولایت د ټولګټو رئیس مفتي محمد هارون او د دې وزارت یو شمیر تخنیکي رئیسانو په شتون کې رسماً د پټۍ په پرې کولو سره پیل کړې.

 د ټولګټو وزارت سرپرست تخنیکي مرستیال د دې پروژې د پیل په مراسیمو کې وویل: د ا. ا. امــــارت د ټولګټو وزارت هغو سړکونو او پلونو ترمیم ته لومړيتوب ورکوي چې ‌ډیري برخې یې تخریب شوي دي او د خلکو په تګ راتګ کې یې ستونزې رامنځته کړي دي.

هغه زیاته کړه چې د کابل – میدان ښار ۸ کیلومتره سړک اساسي ترمیم (قیرریزي) د څه باندې ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او هیواد نګین خصوصي ودانیز شرکت ترمنځ تړون شوی چې کار به یې په راتلونکي ۳۵ ورځو کې بشپړ شي.

د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال همدارنګه وویل: د ا. ا. امــــارت له لوري د زابل – میدان وردګو لویې لارې میلینګ کاري او ترمیم، د سالنګ لویې لارې د ۳۰ کیلومتره ترمیم او د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ اړوند د دریو لویو پلونو د ترمیم چارې له وړاندې پیل کړي وې چې دا مهال یې کار دوام لري او د سړکونو د ترمیم او بیارغونې دا لړۍ به د هیواد ټولو ولایتونو ته وغځول شي.

ورپسې د ټولګټو وزارت د ساتنې او څارنې معینیت مشاور حافظ منور خبرې وکړې ویي ویل: د ساتنې او څارنې معینیت له خوا د سړکونو ټولي هغه برخې چې د خلکو په تګ راتګ او د ژمي په موسم کې یې ترانسپورتي ستونزې رامنځته کړي، د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه د ټولګټو وزارت له لوري اساسي پلانونه نیول شوي.

هغه زیاته کړه چې د کابل – میدان ښار سړک ټولټال ۲۴ کیلومتره اوږدوالی لري چې له ډلي یې د ۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې نن پیل شوې او پاته ۱۶ کیلومتره په تخنیکي پړاونو کې دی چې راتلونکي کې به یې عملي کار پیل شي.

په پای کې د کابل ولایت د ټولګټو رئیس مفتي محمد هارون خبرې وکړي او په ټاکلي وخت، غوره کیفیت، د تخنیکي مشخصاتو مطابق د پروژې له پلي کیدو څخه ډاډ څرګند کړ او د سیمې له خلکو څخه يې د یادي پروژې په تطبیق کې د مرستې وغوښته.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

3 months 4 weeks ago

.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

کار اعمار پل دوم کمپنی مسیر شاهراه کابل – کندهار تکمیل شد

کار اعمار پل دوم کمپنی در امتداد لین دوم شاهراه کابل–غزنی (مسیر شاهراه کابل–کندهار) از سوی وزارت فواید عامه ا.ا.ا، به ارزش ۶۰ میلیون افغانی تکمیل گردیده و در حضور محترم الحاج مولوی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

کار بازسازی پلان‌شده سال روان شاهراه سالنگ ها تکمیل گردید

شاهراه سالنگ یکی از مهم‌ترین و اساسی‌ترین شاهراه‌های ترانزیتی افغانستان به‌شمار می‌رود که پایتخت کشور را به ولایت‌های شمالی و شمال شرقی وصل میسازد.

این شاهراه بزرگ ترانزیتی از طریق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۵۳
Background image

در ماه قوس از طریق خطوط آهن ( ۶۸۴۱۰۲) متریک تُن انتقالات صورت گرفته است

از آغاز الی ختم ماه قوس سال ۱۴۰۴هـ.ش. از طریق خطوط آهن وزارت فواید عامه افغانستان ( ۶۸۴۱۰۲) متریک تُن انتقالات صورت گرفته است.

در این میان از طریق بندر حیرتان ( ۴۸۹۶۴۲) تُن، بندر. . .

BACK TO NEWS