ننګرهار: د جلال آباد ښار اړوند هجرت کلي سړک رغنیز کار ۵۵ سلنه پرمختګ لري

Anonymous (not verified)
Sun, Jul 11 2021 5:23 PM
ننګرهار: د جلال آباد ښار اړوند هجرت کلي سړک رغنیز کار ۵۵ سلنه پرمختګ لري

د دې سړک لومړۍ برخه د جلال آباد ښار اړوند له درونټې بازار څخه تر هجرت کلي پورې د ۶.۹ کیلو مترو په اوږدوالي سره په دوو برخو کې جوړیږي چې ۶ متره پلنوالی، ۱۵ پلګوټي او ۹۰ متر مکعب استنادي دیوال لري.

د دې سړک دویمه برخه بیا له سرخ آب پُل څخه تر درونټي بازار پورې ۲.۸۶ کیلومتره اوږدوالی، ۹ متره پلنوالی، ۲ متره پلي لارې، ۱۵ پُلګوټي او ۱۷۰ متره استنادي دیوالونه لري چې چارې یې دا مهال ګړندۍ روانې دي.

د یاد سړک د رغنیزو چارو تړون د ټولګټو وزارت لخوا له یو خصوصي، ودانیز شرکت سره شوی چې مالي لګښت یې د افغانستان دولت له پراختیايي بودیجې څخه ورکول کیږي.

د دې سړک له جوړیدو سره به د ننګرهار مېوې او نور کرنیز حاصلات مارکیټونو ته په کم وخت کې رسېږي او همدا رنګه به روغتیایي او ښوونیزو مرکزونو ته هم د پخوا په پرتله د خلکو لاس رسي اسانه کړي.

.

4 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS