د هیواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت:

media_admin
Thu, Feb 02 2023 12:51 PM
د هیواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت:

د هیواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت: پنجشنبه د رجب المرجب ١١مه، ١٤٤٤ د سالنګ لویه لاره: په سالنګ کې د واوري اورښت دوام لري، خو یاده لویه لار، د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستي ده، چې دا مهال له ټیلري موټرو پرته باروړونکي موټر له شمال څخه جنوب ته او مسافر وړونکي موټر د ځنځیر (چاین) په تړلو سره له دواړو لورو تګ راتګ کولی شي. بامیان: د شت دیوالي – یکاولنګ، قناق کوتل او بند امیر لارې د واورو د سخت اورښت له امله بندې شوي دي، چې د پاکولو چارې یې جریان لري. غور: په دغه ولایت کې د بندبکک، بندبایان او بندکرمان لارې د واورو له امله بندې شوې دي، چې د پاکولو کار یې دوام لري، نوري ټولي لارې خلاصي دي. همدارنګه، په سرپل کې د قم کوتل لار، په بلخ کې د زاري ولسوالۍ اړوند لار او د زابل د نوبهار ولسوالۍ لار د واورو له امله بندې شوې دي. د یادوني وړ ده، چې د هیواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هوا وریېځ او د واوري او باران اټکل شوی، خو اړوند ټولي لارې یې د تګ راتګ په مخ پرانیستې دي.

.

2 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS