د هیواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت

media_admin
Sat, Feb 11 2023 11:06 AM
د هیواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت

د سالنګ لویه لار: نن ورځ په سالنګونو کې هوا لمر او یاده لویه لار د ترافریکو پرمخ پرانیستې ده.
دا مهال مسافر وړونکي موټر له دواړو لورو او پرته له ټیلري موټر څخه نور بار وړونکي موټر له جنوب څخه شمال ته تګ کولی شي. 

بامیان: په دغه ولایت کې د واورې د اورښت له امله د دښت دیوالي – پنجاب بازار، پنجاب بازار – ابقول کرمان، ورس – پل بند شوی او بند امیر مسیرونه د تګ پرمخ په لنډمهاله توګه بند دي. 

دایکنډي: په دغه ولایت کې د خدیر، ګیتي، میرامور مسیرونه د تګ راتګ پرمخ بند دي، چې د پاکولو کار یې روان دی. 

غور: په دغه ولایت کې د بند بایان مسیر تر څنګ د بندو لارو د خلاصولو کار روان دی. 

بدخشان: په دغه ولایت کې د ورستیو واورو له امله د راغستان، کوهستان، یاوان او یفتل ولسوالۍ مسیرونو د واورې پاکولو کار جریان دی. 

بغلان: په بغلان کې د سچي او فلفي کوتل د واورو له امله بند دي، خو نور ټول مسیرونه یې خلاص دي. 

د یادونې وړ ده، چې دا مهال د هیواد نور ټول نښلونکي سړکونه او لویې لارې د تګ راتګ پرمخ خلاص دي، د ټولګټو وزارت د ولایتي ریاستونو ماشینري او پرسونل د ورستیو واورو له امله د بندو لارو پر خلاصولو او پرانیست ساتلو بوخت دي. 

.

2 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS