د ټولګټو وزارت سرپرست میدان وردګ او غزني ته سفر وکړ

ashraf_admin
Sat, May 06 2023 2:45 PM
د ټولګټو وزارت سرپرست میدان وردګ او غزني ته سفر وکړ

د ټولګټو وزارت سرپرست محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې د دغه وزارت تخنیکي معین مولوي عبدالکریم فاتح او یو تخنیکي ټیم یې ملتیا کوله په میدان وردګ او غزني ولایتونو کې د دغه وزارت د روانو پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه. 

د ټولګټو وزارت سرپرست په دغه سفر  کې، د کابل ۔ کندهار لویې لارې اړوند  ارغندۍ ۔ دوراني بازار، غزني ۔ زابل سړک او ناني پُل د کار له جریان څخه د لیدنې ترڅنګ د یادو ولایتونو د ټولګټو ریاستونو له مسؤولینو سره هم وکتل او د کار د چټکتیا او غوره کیفیت په موخه یې قراردادي شرکت، د پروژې څارونکي ټیم او اړوند مسؤولینو ته لازمي لارښووني وکړې. 

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

.

2 years ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS