د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د سالنګونو لویې لارې د ټولپلازا محصول د راټولونې بهیر څخه لیدنه وکړه

media_admin
Sat, Apr 20 2024 3:52 PM
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د سالنګونو لویې لارې د ټولپلازا محصول د راټولونې بهیر څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د سالنګ لویې لارې ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې چې د یاد وزارت ځینو رئیسانو یې ملتیا کوله د يادې لویې لارې د جنوبي او شمالي سالنګ ټول پلازا محصولبهير او د یادې لويې لارې د تونل او ۱۶ ګال ۍ څخه له نږدي ليدنه وکړه.
د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې په موخه ټولپلازا فعاله شوې ده، چې د بیلابیلو لویو او کوچنویو وسایطو څخه په مختلفه اندازه پیسې راټولیږي او په یو مشخص بانګي حساب کې ذخیره کیږي چې راټول شوي عواید د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیا رغونې په موخه مصرف شي.
د ټولګټو وزارت د سرپرست وزیر د سفر اصلي موخه د ټول پلازا د لیدنې ترڅنګ د سالنګونو لویې لارې د پاته برخو د اساسي بیار رغونې په هکله د اړوند مسؤلانو سره ( د سالنګونو ریاست او د قرار دادي شرکتونو د استازو سره) لیدنه وه او هغوي ته یې لار ښونه وکړه چې  د هوا په تودیدو سره دې د یو مشخص پلان له مخې دې دیادې لویې لارې کار بیا پیل کړي.

دا په داسي حال کې ده چې د ټولګټو وزارت تیر کال د سالنګونو لویې لارې کار په دريوو برخو کې پيل کړی وو چې، د تونل د دننه برخې او د ۱۶ ګالرۍ د کانکریټ اچونې کار تير کال بشپړ شو او د هوا په برا بریدو سره به یې د پاته برخو کار بیا پيل شي

.

3 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS