د هېواد یو شمیر لویې لارې او سړکونه چې د تیرو ورښتونو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوي وو دا مهال یې د پاکولو کار په چټکۍ سره جریان لري

media_admin
Sun, May 05 2024 12:42 PM
د هېواد یو شمیر لویې لارې او سړکونه چې د تیرو ورښتونو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوي وو دا مهال یې د پاکولو کار په چټکۍ سره جریان لري

غور: په دغه ولایت کې د تیرو ورځو د اورښتونو او سیلابونو له امله د چهارصدې او مرغاب ولسوالیو مسیرونه موقتاً بند او کڼ شمېر نورو نښلونکو سړکونو کې ترانسپورتي خنډونه را منځ ته شوي وو، چې دا مهال یې د پاکولو کار د ياد ولايت د ټولګټو رياست د کاري پرسونل له لوري جریان لري.
بدخشان: په دغه ولایت کې هم د تیرو ورځو اورښتونو اوسیلابونو له امله د بدخشان – تخار عمومي مسیر په څو بېلابېلو برخو کې د ترافیکو پرمخ موقتاً تړل شوی دی، چې د پرانيستلو کار یې جریان لري.
همدارنګه د تخار ولایت د تخار – کلفګان او تخار – فرخار  مسيرونو کې د ورستیو اورښتونو په ترڅ کې غر ښویېدنه را منځ ته شوې وه چې په دغو مسیرونو کې یې ترافیکي خنډونه رامنځ ته کړي وو، چې د حل په موخه یې چارې جریان لري او دغه راز د نورستان ولایت د منډول ولسوالۍ مسیر د غرښویدنې له امله موقتاً بند شوی دی چې د پاکولو چارې یې جریان لري.
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د یادو ولایتونو اړوند رئیسانو او کار کوونکو ته لار ښونه کړې ده چې د خپل پرسونل او ماشینرۍ پرمټ دې دغه مسیرونه د خاورو او رسوبي موادو څخه پاک کاري او د ترافیکو د تګ راتګ پررمخ پرانیزي

.

1 week 4 days ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS