د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال کابل ته د قزاقستان څخه له راغلي پلاوي سره وکتل

kalim_admin
Thu, Dec 26 2024 9:55 AM
معین خط اهن

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې مرستیال محترم مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د یاد وزارت د یو شمېر رئیسانو په شتون کې، کابل ته د قزاقستان هېواد څخه د تجارت وزارت د مرستیال محترم کایرات توربایف په مشرۍ، راغلي پلاوي، د یاد هېواد دصدراعظم سلاکار محترم علیم خان یسین گلدییف، په افغانستان کې د قزاقستان محترم سفیر گزیز اکباسوف او د یو شمېر قزاقستاني شرکتونو د مسئولینو سره په کابل کې وکتل.

میعن خط اهن

 

په دغه لیدنه کې دواړو لورو د یادو هېوادونو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا او د اوسپنیزې کرښې د پروژو په اړه خبرې اترې وکړې.

دغه راز د یاد هېواد د تجارت وزارت مرستیال محترم کایرات توربایف، په افغانستان کې د قزاقستاني شرکتونو له لوري د ترکار لاندې پروژو او د افغانستان له لارې د سوداګریزو او کرنیزو توکو د لېږد رالېږد  په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې  قزاقستاني شرکتونه لیوالتیا لري؛ ترڅو په افغانستان کې د اوسپنیزې کرښې په برخه کې کار وکړي.

میعن خط اهن

ورپسې د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې مرستیال  محترم مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د خپلو خبرو پر مهال د قزاقستان هیواد له هر ډول همکاریو څخه مننه وکړه او زیاته يې کړه چې افغانستان د جنوبي او منځنۍآسیا تر منځ د وصل کړۍ ده، دا مهال په افغانستان کې تر بل هر وخت ډير امنیت دی او د زېربنایي پروژو په برخه کې پانګونې ته بشپړه زمینه برابره ده او له قزاقستاني شرکتونو څخه یې غوښتنه وکړه چې د افغان ټرانس پروژې سربېره موږ د هرات - سپین بولدک د اوسپنیزې کرښې پروژې د رغولو پلان هم لرو او تاسې کولای شئ چې په دغه پروژه کې هم پانګونه وکړئ.

میعن خط اهن

همدارنګه دواړو لورو د افغانستان له لارې د سوداګریزو او کرنیزو توکو د لېږد رالېږد او د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د کارکوونکو لپاره د تحصیلي بورسونو برابرولو په اړه خبرې وکړې او په دوامداروه او ګډو همکاریو یې ټینګار وکړ.

د مرغمې ۶مه ،د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

.

4 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS