د افغانستان، ازبيکستان، قرغيزستان او چين ترمنځ د څلور اړخيزه اقتصادي دهليز تړون د ۲۰۲۵ کال لپاره وغځول شو

kalim_admin
Sun, Jan 26 2025 2:41 PM
د افغانستان، ازبيکستان، قرغيزستان او چين ترمنځ د څلور اړخيزه اقتصادي دهليز تړون د ۲۰۲۵ کال لپاره وغځول شو

ازبيکستان هيواد ته د ا.ا.ا د تولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې د مرستيال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د سفر په ترڅ کې د افغانستان ازبیکستان، قیرغیزستان او چين ترمنځ د څلور اړخيزه ريلي دهليز تړون د يو کال لپاره وغځول شو.

د افغانستان-چين ترمنځ ددغه ريلي دهليز له لارې په تېر ۲۰۲۴م کال کې (۴۲۰۰) کانټينره انتقالات ترسره شوي وو، چې د روان ۲۰۲۵م کال لپاره يې تړون بياځلې وغځول شو.

ياد دهليز چې له چين-قرغيزستان-ازبيکستان څخه په تېرېدو د حيرتان-مزارشريف اوسپنيزې کرښې سره وصل دی، په ۲۰۲۲م کال کې د يادو څلورو هيوادونو لخوا تشکيل شوی دی.

ټاکل شوې ده، چې ددغه دهليز د تړون په غځېدو سره به له همدې لارې په ريلي انتقالاتو کې د پام وړ زياتوالی شي.

.

1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS