د اوسپنيزې کرښې مرستيال د اوسپنې پټلۍ د نړيوالې اتحاديې په ۱۲مه کنگره کې ګډون وکړ

د محرم الحرام ۱۶مه، ۱۴۴۶ هـ ق
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او مل پلاوي چين هيواد ته د خپل سفر په لړ کې د اوسپنې پټلۍ د نړيوالې اتحاديې (UIC) په ۱۲مه کنگره کې ګډون وکړ.
سږکال د اوسپنې پټلۍ د نړيوالې اتحاديې (UIC) ۱۲مه کنگره د چين هيواد په کوربتوب او ددغه هيواد د لومړي وزير د مرستيال په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د نړۍ له ۶۰ هيوادونو څخه لوړ رتبه چارواکو، د اوسپنې پټلۍ ماهرينو، کارپوهانو، څېړونکو او د اوسپنې پټلۍ د مخکښو شرکتونو مسوولينو ګډون کړی وو.
په ياده لويه غونډه کې د ګډونوالو ترمنځ په نړيواله کچه د اوسپنې پټلۍ د وروستيو انکشافاتو، پرمختګونو، ظرفيت لوړونې او عصري ټکنالوژۍ کارونې په تړاو مفصل بحثونه او نظرونه تبادله شول.
د غونډې په جريان کې د مخکښو نړيوالو شرکتونو او نهادونو لخوا د ريل پټلۍ اړوند خپلې تجربې، څېړنې، نوښتونه او نوي عصري ټکنالوژۍ د ګډونوالو سره شريکې او نندارې ته وړاندې شوې.
افغانستان د ۲۰۱۳م کال راپدېخوا د اوسپنې پټلۍ د نړيوالې اتحاديې (UIC) فعال غړيتوب لري او هڅه کوي، چې د نړيوالو ميتودونو او عصري ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخيستنې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکه معياري او ظرفيت يې لوړ کړي.
د ټولګټو وزارت رسنيز دفتر