په غزني ولایت کې د مقر – ناوې ۲۰.۵ کیلومتره سړک د رغونې چارې د څه باندې ۴۴۷.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

kalim_admin
Tue, Sep 16 2025 8:53 AM
په غزني ولایت کې د مقر – ناوې ۲۰.۵ کیلومتره سړک د رغونې چارې د څه باندې ۴۴۷.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ټولګټو وزارت له لوري په غزني ولایت کې د مقر – ناوې سړک د رغونې چارې د څه باندې ۴۴۷.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د غزني ولایت د والي محترم الحاج ملا عبدالصمد جاوید، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي عبدالقدیر بلال او یو شمېر سیه ییزو مسئولینو په شتون کې پیل شوې.

دغه سړک ۲۰.۵ کیلومتره اوږدوالی او ۱۲.۳ متره پلنوالۍ لري چې ۷.۳ یې په اسفالټي او د سړک دواړو خواوو ته ۲.۵ متره شولډرونه په نیمه پاخه ډول رغول کیږي، د یاد سړک په اوږدو کې د ۴۷ مصنوعي ساختمانونو او دوه پایې پلونو د رغونې کار هم شامل دی، چې رغنیزې چارې به یې د ۱۸ کاري میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د مقر – ناوې سړک د کار په جریان کې د سیمې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده او په رغیدو سره به یې د غزني ولایت د مقر، ناوې، ګیلان ولسوالیو او زابل او پکتیکا ولایتونو د اوسېدونکو د تګ راتګ او کرنیزو توکو د انتقالاتو ستونزې هوارې شي.

.

3 weeks 1 day ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS