په تېره میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (٤٩٣٥٠٧) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
Tue, Oct 28 2025 1:37 PM
په تېره میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (٤٩٣٥٠٧) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  یوه میاشت کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د میزان میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر ٣٠مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (٤٩٣٥٠٧) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (٣٥١٦٨١) ټنه، د آقینې بندر له لارې (٢٧٢٥٧) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (٦٨١٦٥) ټنه او د خواف–هرات له لارې (٤٦٤٠٣) ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال (٤٩٣٥٠٧) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ترانزیت او صادرات دي، په تیره میاشت کې (۹۷۱) ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک وساتي.

.

2 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS