په فاریاب ولایت کې د ثورې پل د ترمیم چارې د څه باندې ۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د بادغیس – میمنې مسیر اړوند د ثورې په نوم تخریب شوي پل د ترمیم چارې د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم الحاج مولوي حمیدالله دانش او یو شمېر سیمه ییزو مسئولینو په شتون کې پيل شوې.
د دغه پل د ترمیم او بیارغونې چارې د ټولګټو وزارت او یو خصوصي شرکت ترمنځ د څه باندې ۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي او کار به یې د درې نیمو میاشتو په موده کې بشپړ شي.
د یاد پل په ترمیم او بیا رغونې سره به پر یاد مسیر د تلونکو خلکو د تګ راتګ، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د انتقالاتو ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.
