د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت پلاوي د اوزبیکستان هېواد د ترانسپورت او لوجستیک نړيوال فورم او نندارتون کې ګډون وکړ

kalim_admin
Sat, Nov 15 2025 1:47 PM
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت پلاوي د اوزبیکستان هېواد د ترانسپورت او لوجستیک نړيوال فورم او نندارتون کې ګډون وکړ

د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یوه پلاوي د ا.ا.ا په استازيتوب د ترانسپورت او لوجستیک نړيوال فورم  کې گډون وکړ.

د غه نړيوال فورم او نندارتون د اوزبیکستان هېواد په کوربتوب د یاد هېواد په تاشکند ښار کې د روان میلادي کال د نومبر له ۱۱مې څخه د نومبر تر ۱۳مې نېټې پورې دایر شوی و، په یاده غونډه کې د سیمې او نړۍ هېوادونو مسئولینو او د اوسپنې پټلۍ اړوند شرکتونو هم ګډون کړی وو؛ چې د فورم او نندارتون پر مهال د ترانسپورت او لوجستیک په برخه کې نوې ټکنالوژۍ، پروژې او لاسته راوړنې معرفي او نندارې ته وړاندې شوې.

د دغه نندارتون په څنډه کې، د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د متحده عربي اماراتو د اوسپنې پټلۍ ادارې له پلاوي، د قزاقستان د اوسپنې پټلۍ له مرستیال، او د اوزبیکستان هېواد د اوسپنې پټلۍ له رئیس او لومړي مرستیال او همدارنګه د افغان–ترانس پروژې شاملو هېوادونو د استازو سره جلا جلا لیدنې وکړې.

په دغو لیدنو کې د بېلابېلو مهمو موضوعاتو لکه د هرات–کندهار د اوسپنې پټلۍ رغولو او عملي کار پیل، د قزاقستان هېواد اوسپنې پټلۍ له لارې د چین هېواد څخه افغانستان ته او له افغانستان څخه چین ته د انتقالاتو د ترانزیت بیو کې تخفیف، د افغان–ترانس پروژې تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو پیل، او همدارنګه د اوزبیکستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د تجارتي توکو د لېږد رالېږد اسانتیاو برابرولو، تخفیفونو او سوداګرو ته د لا ډېرو سهولتونو چمتو کولو په اړه خبرې اترې وشوې.

د یادونې وړه ده، چې په دغو لیدنو کې د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو په پیاوړتیا خبرې اترې وشوې او دواړو اړخونو د ترانسپورتي زیربناوو رغولو او د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو زیاتولو په اړه ټینګار وکړ.

.

2 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS