د ټولګټو وزیر د ترکي ساختماني شرکتونو له استازي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل

kalim_admin
Mon, Dec 01 2025 8:56 AM
د ټولګټو وزیر د ترکي ساختماني شرکتونو له استازي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملامحمدعیسی ثاني د یاد وزارت د یو شمېر رئیسانو په شتون کې د ترکي بیلګیون ( ام وي جي MVG) ساختماني شرکت له استازي ښاغلي بولنت بیلګي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د هېواد د زېر بنایي پروژو په هکله یې هر اړخیزې خبرې اترې وکړې.

په یاده لیدنه کې د ټولګټو وزیر د ترکي بیلګیون ( ام وي جي MVG) ساختماني شرکت استازي ته د ښه راغلاست ترڅنګ زياته کړه، چې افغانستان او ترکیه یو له بل سره لرغونې سوداګریزې، اقتصادي او ټولنیزې اړیکې لري.

د لیدنې په لړ کې، د ترکي بیلګیون ( ام وي جي MVG) ساختماني شرکت استازي ښاغلي بولنت بیلګي له محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني سره د لیدنې له امله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې د دوی شرکت په ساختماني چارو کې پراخه تجربه لري او د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې یې بېلا بېلې پروژې تطبیق کړې دي.

د یاد ترکې شرکت استازي وویل: « موږ لیوالتیا لرو، چې په افغانستان کې هم د سړک او پُل جوړونې په برخه کې پانګونه وکړو»

دغه راز د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملامحمدعیسی ثاني وویل: « دامهال په افغانستان کې تر بل هر وخت امنيت ښه شوی او په بېلا بېلو برخو په ځانګړې توګه د سړکونو په برخه کې کورنيو او بهرنيو پانګوالو ته د پانګونې بشپړه زمينه برابره ده. دا چې په هېواد دننه موږ ګڼ شمېر فني او مسلکي کدرونه او مجهز ودانیز او د سړک جوړونې شرکتونه لرو؛ خو بیا هم بهرني ودانیز شرکتونه کولای شي، چې د ا.ا.ا په زیربنایي پروژو کې پانګونه او ګډون وکړي»

د لیدنې په دوام د ټولګتو وزیر زیاته کړه«  موږ د ترکیې هېواد سره د سوداګریزو، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو په لرلو خوښ یو او تاسو کولای شی، چې د ا.ا.ا د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د ټولګټو وزارت په زیر بنایي پروژو کې ونډه واخلئ»

 په پای کې پرېکړه وشوه، چې په نږدې ورځو کې به له ترکيې هېواد څخه یو تخنیکي ټیم افغانستان ته راشي او د ټولګټو وزارت د تخنیکي ټیم سره به د سړکونو او پلونو د پروژو د تطبیق په تړاو دوامداره ناستې ترسره کړي.

.

3 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS