په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۶۳۴۳۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
Mon, Dec 15 2025 3:06 PM
په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۶۳۴۳۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال قوس له ۱۴مې څخه د قوس تر ۲۰مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۶۳۴۳۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۱۱۷۲۱۳) ټنه، د آقینې بندر له لارې (  ۱۳۳۰۴) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۸۸۳۸) ټنه او د خواف–هرات له لارې (۱۴۰۸۲) ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال (۱۶۳۴۳۷) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۲۰۲) ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې د انار جوس دي.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک وساتي.

.

3 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS