د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د تورغونډي د اوسپنې پټلۍ تمځای په ساحه کې د (۷) بوفرونو ( د ټکر د مخنیوي وسیلو د چمتو کولو، جوړولو او نصیبولو پاتې پروژه
Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو ( د تورغونډي د اوسپنې پټلۍ تمځای په ساحه کې د (۷) بوفرونو ( د ټکر د مخنیوي وسیلو د چمتو کولو، جوړولو او نصیبولو پاتې پروژې) چې MOPW1404G-79/NCB تشخصیه نمبر لرونکی دی؛ ګدون وکړي او د شرطپاڼې د شرايطو سره سم خپل سر تړلي آفرونه د یاد اعلان ترخپرېدلو وروسته اړوند مرجع ته وسپاري.
د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: ګډونوال کولای شي، شرطپاڼه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو د رياست د اجناسو له آمريت څخه، چې په صدارت څلورلارې کې د پخواني کورنيو چارو وزارت په سړک کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته څېرمه موقعيت لري؛ په فلش ميموري کې ترلاسه کړي.
د آفرونو د تسليمۍ وروستۍ نېټه: (1404/10/7 ) ساعت (10:00 ) بجې له غرمې مخکې؛ ناوخته رسېدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین: د بانک ګرنټي په ډول (65,600) افغانۍ دي.
د آفر پرانيستلو نېټه : (1404/10/7 ) ساعت (10:00 ) بجې له غرمې مخکې.
د آفر پرانستولو ځای: ټولګټو وزارت.
يادونه: که چيرې د روان کال (1404/10/7 ) نېټه د حکومت لخوا په ناڅاپي ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورڅ کې ترسره کېږي
