د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تغییر او تبدیل شول

kalim_admin
Thu, Dec 25 2025 1:23 PM
د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تغییر او تبدیل شول

د ټولګټو وزارت د وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د (۱۴۴۷/۶/۲۹) نېټې د (۴۵۴۱) ګڼې حکم پر بنسټ، محترم انجنیر عبدالواسع صابري، چې تر دې وړاندې یې د ټولګټو وزارت د سړکونو د خوندیتوب او حریم ساتنې د رئیس په توګه دنده ترسره کوله دا مهال د اوسپنې پټلۍ د زېربناوو د ودانیزو چارو د رئیس په توګه او همدارنګه محترم الحاج مفتي محمد نسیم محمدي، چې مخکې یې د یاد وزارت د اوسپنې پټلۍ د زېربناوو د ودانیزو چارو د رئیس په توګه دنده تر سره کوله  اوس د یاد وزارت د سړکونو د خوندیتوب او حریم ساتنې د رئیس په توګه تبدیل او وټاکل شول.

دغه رئیسان د ټولګټو وزارت د یو شمېر مرکزي رئیسانو په حضور کې د اړوندو ریاستونو کارکوونکو ته ورپېژندل شول.

په مراسمو کې لومړی د ټولګټو وزارت د کار کوونکو چارو رئیس ښاغلي انجنیر فضل الباري بلوڅ له لوري  د ریاست الوزرا عالي مقام حکم  ولوستل شو.

په پای کې اړوند مسوولينو نوموړو ته په چارو کې د لوی څښتن تعالی له دربار څخه د لا بریاوو غوښتنه وکړه.

.

4 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS