په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۵۳۴۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
Wed, Dec 31 2025 12:42 PM
په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۵۳۴۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال قوس له ۲۸مې څخه د جدي تر ۴مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۵۳۴۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۱۱۳۲۱۸) ټنه، د آقینې بندر له لارې (  ۱۳۵۳۸) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۶۸۱۰) ټنه او د خواف–هرات له لارې (۱۱۷۷۹) ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال (۱۵۵۳۴۵) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۳۸۶) ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه میوه ، معدني ډبرې  دي.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک وساتي.

.

4 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS