د زابل ولایت د ټولګټو ریاست د اداري ودانۍ رغنیزې چارې بشپړې شوې
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د زابل ولایت د ټولګټو ریاست د اداري ودانۍ رغنیزې چارې د شاوخوا ۱۸.۳ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او د زابل ولایت د والي محترم الحاج ملا شیر محمد شریف، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي رحمت الله حسین او یو شمېر سیمه ییزو مسئولینو په شتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ په یوه جریب ځمکه کې، په درېیو پوړونو کې رغول شوې ده، چې ۱۸ خونې لري او له ټولو اړینو او مهمو اداري اسانتیاوو څخه برخمنه ده.
د یادونې وړ ده، چې له دې وروسته به د زابل ولایت د ټولګټو ریاست اداري چارې لا منظمې او د یاد ولایت اوسېدونکو ته به د خدمتونو د وړاندې کولو بهیر چټک او اسانه شي.
