د چک – دایمیرداد ۶۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ٢ میلیارده او ٤٠ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي او ژر به پیل شي

kalim_admin
Sat, Feb 21 2026 9:20 AM
د میدان وردګ ولایت د اوسېدونکو د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه، د ټولګټو وزارت د هڅو په پایله کې د دغه ولایت د چک – دایمیرداد ۶۰ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د ۲ میلیارده او ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي، چې عملي چارې به یې په نږدې راتلونکي کې پیل شي. یاد سړک د میدان وردګ ولایت له چک ولسوالۍ څخه تر دایمیرداد ولسوالۍ پورې غځېدلی او د چک ولسوالۍ له بېلابېلو سیمو څخه تېرېږي، چې په اوږدو کې یې د یو شمېر مصنوعي ساختمانونو جوړول هم شامل دي. د دغه سړک په بشپړېدو

د میدان وردګ ولایت د اوسېدونکو د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه، د ټولګټو وزارت د هڅو په پایله کې د دغه ولایت د چک – دایمیرداد ۶۰ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د ۲ میلیارده او ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي، چې عملي چارې به یې په نږدې راتلونکي کې پیل شي.

یاد سړک د میدان وردګ ولایت له چک ولسوالۍ څخه تر دایمیرداد ولسوالۍ پورې غځېدلی او د چک ولسوالۍ له بېلابېلو سیمو څخه تېرېږي، چې په اوږدو کې یې د یو شمېر مصنوعي ساختمانونو جوړول هم شامل دي. د دغه سړک په بشپړېدو سره به د دایمیرداد او چک ولسوالیو اوسېدونکو ته د تګ راتګ او د کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې برابرې شي.

.

5 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS