د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.
دغه سړک د فراه ولایت له ریګي سیمې څخه پیل او د همدې ولایت د فراه رود ولسوالۍ تر دوراهي پورې غځېدلی دی. یاد سړک شاوخوا ۲۰ کاله وړاندې په دي بی اس تی ( DBST ) ډول رغول شوی و، چې په اوږدو کې یې ۱۳۴ پایې پلګوټې او ۳ واشونه هم جوړ شوي دي.
د دې سړک په بیا رغونې سره به د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې کمې شي او ورسره به سوداګریز فعالیتونه هم لا پیاوړي شي.
