د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کابل - غزنی لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني پرون جمعه د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین سړک د درېیو برخو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.
د ټولګټو وزارت محترم وزیر د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد سړک د بېلابېلو برخو له کاري بهير څخه له نږدې لیدنه وکړه او دیادې پروژې اړوندو مسؤلانو ته یې د کار د چټکتیا، غوره کیفیت او په ټاکلې وخت د چارو د ترسره کولو په موخه اړینې لارښوونې وکړې او هدایت یې ورکړ، چې د بارانونو له کمېدو او د هوا له برابرېدو سره دې، د یادې لویې لارې د قیر اچونې چارهم پیل کړي.
د ټولګټو وزارت محترم وزیر قرادادي شرکتونو ته وویل:« موږ تاسو ته د یاد سړک د چارو د ګړندي ترسره کولو په موخه بودیجه درکوو او تاسو هم هڅه وکړئ، چې په ټاکي وخت او ژر دیادې پروژې چارې بشپړې کړئ».
د کابل – غزني لویه لاره د هېواد له مهمو او ستراتیژیکو لویو لارو څخه ده، ټولګټو وزارت دیادې لویې لارې د ۱۱۱ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې په پنځو برخو ویشلې وې، چې دا مهال یې د لومړۍ، دریمې او څلورمې برخې رغنیزې چارې جریان لري او د پاتې برخو چارې به یې ډیر ژر پیل شي.
په یاده پروژه کې د ګڼ شمیر پلګوټو، لویو پلونو او یو شمېر نورو مصنوعي ساختمانونو چارې هم شاملې دي، چې دامهال یې په بېلا بېلو برخو کې د کیندنې( کندنکارۍ)، پلګټو او پلونو د رغونې او هموار کارۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي.
د یادونې وړ ده، چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره به نه یوازې د درنو هېوادوالو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي؛ بلکې کروندګرو او سوداګرو ته به هم د سوداګریزو او کرنیزو توکو د لېږد رالیږد په برخه کې بشپړې اسانتیاوې رامنځ ته شي.
