د جلال آباد - تورخم سړک د قیر اچونې چارې پیل او دا مهال عملاً جریان لري

kalim_admin
Wed, Jun 17 2026 1:16 PM
د جلال آباد - تورخم سړک د قیر اچونې چارې پیل او دا مهال عملاً جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د جلال آباد - تورخم  لویې لارې دویم لین سړک د اساسي رغونې چارې له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې وې، چې دا مهال يې  کار عملاً جریان لري.

یاده پروژه ۷۳ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د څه باندې ۸۴۸.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت یې د پاتې برخو چارې له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي، او ټاکل شوې ده، چې د ۲۲ میاشتو په موده کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د ننګرهار ولايت د ټولګټو ریاست رئیس محترم مولوي احمد احمدي د يادې پروژې د آسفالټ اچونې چارو د څرنګوالي او د کار له جریان څخه لیدنه او ارزونه ترسره کړه.

د جلال آباد - تورخم سړک  دهېواد یو له مهمو مسيرونو څخه دې چې د کرنيزو محصولاتو او سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد په برخه کې مهم رول لري.

د يادونې وړ ده، چې د یادې پروژې د آسفالټ اچونې د چارو په بشپړيدو سره به درنو هېوادوالو او سوداګرو لپاره د پام وړ اسانتياوې رامنځ ته شي.

.

9 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS