داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د جبل السراج – سروبي پر عمومي لویه لار، د احمد بېګ له غونډۍ څخه تر سروبي پورې د ګارډرېلونو د نصبولو پروژه
Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ترڅو د جبل السراج – سروبي پر عمومي لویه لار، د احمد بېګ له غونډۍ څخه تر سروبي پورې د ګارډرېلونو د نصبولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.
علاقهمند داوطلبان کولای شي د شرطپاڼې او تخنیکي اسنادو سافټ کاپي د ملي تدارکاتو ریاست له(https://tenders.ageops.af) وېبپاڼې او د افغانستان د پرانیستو برېښنايي تدارکاتو له سیسټم څخه ترلاسه کړي.
داوطلبان باید خپل آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو او د تدارکاتو له اصولو سره سم، په مهر او تړل شوې بڼه، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د۱۴۰۵/۴/۲۳ هـ.ش نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.
ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفرونو د پرانیستې غونډه به د ۱۴۰۵/۴/۲۳ هـ.ش نېټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ټولګټو وزارت مقر په جومات کې ترسره شي.
