د میدان وردک – بامیان سړک د لومړي لاټ د قیر اچونې چارې جریان لري
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د میدان وردک – بامیان سړک د لومړي لاټ ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي بیارغونې چارې د څه باندې ۸۵۸ میلیونه او ۴۵۰ زره افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرار داد شوې دي، چې دا مهال یې د قیر اچونې چارې پیل او جریان لري.
یاد سړک د میدان وردګو ولایت له مرکز میدان ښار څخه پیل د ياد ولایت تر جلریز ولسوالۍ پورې رسیږي ، چې په اوږدو کې یې د دوو پایو پلونو، ګڼ شمېر پلګوټو او استنادي دیوالونو د رغونې چارې هم شاملې دي.
د يادې پروژې د کار په جریان کې د سیمې یو شمیر اوسیدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده او په بشپړېدو سره به یې هېوادوالو ته د تګ راتګ او د کرنیزو او سوداګریزو توکو د انتقال په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
