د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
Sat, Aug 08 2026 2:16 PM
د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک د کابل ولايت له لوري د ۳۲ کیلومتره برخې څخه، چې دامهال یې تر ۱۶ کیلومترۍ پورې رغنیزې چارې جریان لري په داسې حال کې لیدنه وکړه، چې د یاد وزارت تخنیکي  ټيم یې هم ملتیا کوله.

د یادې لیدنې په لړ کې د ټولکټو وزارت محترم وزیر د یاد سړک تطبیق کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکت مسئولینو ته د کار د چټکتیا، غوره کیفیت او پروخت د بشپړولو په هکله لازمې لارښوونې وکړې او د قراردادي شرکت مسؤلانو هم ډاډ ورکړ، چې د یادې پروژې چارې به په غوره کیفیت، تخنیکي مشخصاتو او ټاکلي وخت پای ته ورسوي.

د کابل – جلال ‌اباد لویې لارې یاده برخه، چې د کابل له لوري د پخواني کانکریټي سړک په دوام موقعیت لري. په دې برخه کې، د یوه پایه پل او ۷۶ پایه پلګوټو د جوړولو چارې شاملې دي. له دې جملې څخه د ۷ پایه پلګوټو د جوړولو چارې بشپړې شوې او د پاتې پلګوټو د جوړولو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي.

د یادونې وړده، چې د ننګرهار ولایت له لوري د کابل – جلال آباد دویم لین سړک د ۲۲ کیلومتره برخې چارې له وړاندې پیل شوې وې او د یادې برخې په دوام یې د ۲۰ کيلومتره برخې رغنیزې چارې هم سږ کال قرارداد شوې دې او دامهال د دواړو برخو چارې عملاً جریان لري.

 د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د یادې لویې لارې اقتصادي او ټرانزیټي اهميت ته په کتو، د درنو هېوادوالو د ټرانسپورتي ستونزو د حل په موخه  د يادې لويې لارې د دويم لين سړک د اساسي رغونې کار پيل کړی دی، چې په بشپړېدو سره به یې د درنو هېواد والو او سوداګرو ستونزې تر ډېره هوارې شي.

.

11 months 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS