د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د مطلقې مؤجلې بیعې له مخې د 1405 مالي کال لپاره د تلو چارو د سمون ریاست د اړتیا وړ(29) قلمه پرزه جاتو او وسایلو د تهیه او تدارک پروژه
Publish Date
Closing Date
په همدې وسیله ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د مطلقې مؤجلې بیعې له مخې د 1405 مالي کال لپاره د تلوچارو د سمون ریاست د اړتیا وړ(29) قلمه پرزه جاتو او وسایلو د تهیه او تدارک پروژې قرارداد چې د MOPW/1405/G-39/NCB تشخصیه نمبر لرونکی دی، د تدارکاتو اصولو له مخې د وحید عثمان خدماتي او لوژستکي شرکت ته چې د جواز شمېره یې (D-35311 )ده د کابل ښار اړوند درېیم پروان کې موقعیت لري، د (8,229,142) افغانیو په بدل کې په قرارداد ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت ته وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.
