د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین معرفي شو

kalim_admin
Thu, Sep 03 2026 11:14 AM
د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین معرفي شو

محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم پر بنسټ، د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین په توګه ټاکل شوی او د ټولګټو وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د چارو ادارې د محترم مرستیال مولوي عبدالباري عاطف، د ټولګټو وزارت د مالي او اداري معین محترم مولوي قاري محمد یونس راشد، د یاد وزارت د یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو په حضور کې رسماً  معرفي شو.

په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو کې، د چارو ادارې مرستیال محترم مولوي عبدالباري عاطف لومړی د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی له لوري د نوي ټاکل شوي معین د ټاکنې حکم ولوست او وروسته یې نوي معین ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ، د مسؤلینو تغییر او تبدیل یو اداري بهیر او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی له صلاحیتونو څخه وباله او ویې ویل، چې دغه بهیر د چارو د لا ښه والي او د مسؤلیتونو د غوره ترسره کولو په موخه ترسره کېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت مسؤلین هېڅکله د شخصي علاقې له مخې د موقف او مقام د ترلاسه کولو په لټه کې نه دي، بلکې د مسؤلیتونو ټاکنه د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري ترسره کېږي.

د چارو ادارې مرستیال د اسلامي امارت حاکمیت د شهیدانو د وینو، د یتیمانو د اوښکو او د مجاهدینو د قربانیو پایله وبلله او د دغه نظام پر ساتنې او ټینګښت یې ټینګار وکړ.

وروسته د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د سړکونو د ساتنې او څارنې معینیت نوي ټاکل شوي معین ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، مسؤلیت یو امانت وباله او ویې ویل، چې هر شخص د هغه مسؤلیت په وړاندې چې ورسپارل کېږي، هم په دنیا او هم په آخرت کې مسؤول او ځواب‌ویونکی دی.

د ټولګټو وزارت محترم وزیر زیاته کړه، چې مسؤلین باید د خپلو دندو په ترسره کولو کې ریښتینی، خوش‌اخلاقه او له خلکو سره همکار و اوسي او د نېک او غوره چلند له لارې د خلکو د ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي.

د ټولګټو وزارت محترم وزیر وویل: «د اسلامي امارت نظام او عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د خلکو او کارکوونکو د دین او دنیا په فکر کې دي او د کاري امکاناتو، امتیازاتو او مناسبو شرایطو د برابرولو ترڅنګ یې حتی زموږ لپاره په کاري چاپېریال کې د دیني علومو د زده‌کړې زمینه هم برابره کړې ده

د اسلامي امارت له نورو مسؤلینو څخه محترم قاري عبدالمتین رحیم‌زي هم د دغه نظام حاکمیت د مجاهدینو د هڅو، زحمتونو او قربانیو پایله وبلله او له مسؤلینو یې وغوښتل، چې د جهاد د دورې د ستونزو په یادولو سره، د اوسني نظام د ساتنې او ټینګښت په برخه کې له هېڅ ډول هڅې او کوښښ څخه دریغ ونه کړي.

نوموړي د یووالي او همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې قوم‌پالنه، ګوندپالنه او تنظیم‌پالنه د هېواد د ستونزو د حل لاره نه ده؛ بلکې د افغانستان خلک باید د یوه اسلامي تر سیوري لاندې د هېواد د آبادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي.

ورپسې، د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې نوي ټاکل شوي معین، الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، خپله نوې دنده یو ویاړ او ستر امانت وباله او ویې ویل، چې د یوه اسلامي نظام تر سیوري لاندې ژوند کول او په داسې نظام کې خدمت کول د الله تعالی ستر نعمت دی او باید د دغه نعمت شکر ادا شي.

مولوي محمد اسماعیل غزنوي د هېواد د آبادۍ په برخه کې د ټولګټو وزارت مسؤلیتونو ته په اشارې سره وویل، چې د دغه وزارت کاري رسالت ایجابوي څو د افغانستان د آبادۍ لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې ترسره شي او د هېواد د ترانسپورټي زېربناوو د پراختیا په برخه کې ټول په ګډه خپل مسؤلیتونه په غوره توګه ترسره کړي.

د مراسمو په پای کې، نوي ټاکل شوي معین ته په نوې دنده کې د بریالیتوب او توفیق هیله وشوه او د هېواد د سړکونو د شبکې د ساتنې او څارنې، د چارو د لا ښه والي او خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د یاد وزارت د مسؤلینو او کارکوونکو پر ګډې همکارۍ ټینګار وشو.

.

1 year ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS