په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

kalim_admin
Mon, Sep 14 2026 3:37 PM
په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک جوړونې شرکت ترمنځ د ۱۶ میلیونه او ۴۰۶ زره افغانیو په ارزښت قرارداد او د دایکندي ولایت د ټولګټو رئیس محترم الحاج مولوي اکرام‌الله عبدالرافع، سیمه‌ییزو مسؤولینو او قومي مخورو په شتون کې رسماً افتتاح او پیل شوې.

دغه پل د دایکندي ولایت مرکز له اشترلي ولسوالۍ سره نښلوي او د خلکو د تګ راتګ، د تجارتي توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد په برخه کې مهم رول لري. د یاد پل د جوړولو چارې به د ۱۱ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې د کار په جریان کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې او دسیمې اوسیدونکې د دې پروژې پر تطبیق خوښي څرګندوي.

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې د ترانسپورتي زیربناوو په برخه کې د پراختیايي پروژو د تطبیق له لارې هېوادوالو ته د اسانه تګ راتګ زمینه برابره کړي.

.

1 year 1 month ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS