د ټولګټو وزارت محترم وزیر په لوګر ولایت کې د یاد وزارت د تر کار لاندې پروژو څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
Sun, Oct 04 2026 2:51 PM
د ټولګټو وزارت محترم وزیر په لوګر ولایت کې د یاد وزارت د تر کار لاندې پروژو څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې د دې وزارت یو شمېر تخنیکي رئیسانو یې هم ملتیا کوله، پرون لوګر ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې یې د ټولګټو وزارت د تر کار لاندې پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه او ارزونه وکړه.

د ټولګټو محترم وزیر په دې سفر کې د لوګر – میدان وردګ د ۳۱ کیلومتره سړک، د پل علم – لوګر پوهنتون د ۳ کیلومتره سړک او د خضر – بادخواب روغني – دوشیخ – برکي راجان – دبر پل د ۳۲ کیلومتره سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه او ارزونه وکړه.

د ټولګټو محترم وزیر د یادو پروژو د لیدنې پر مهال د ځینو استنادي دېوالونو په جوړولو کې د غیرمعیاري ډبرو او همدارنګه د سړکونو د طبقو په فرش کې د غیرمعیاري جغل کارول د انجینري او سړک جوړونې له معیارونو سره په ټکر کې وبلل او تطبیق کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکتونو مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه چې یادې برخې ونړوي او د معیاري او باکیفیته موادو په کارولو سره یې بېرته ورغوي. نوموړي همدارنګه د یادو پروژو تطبیق کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکتونو مسؤلینو ته د پروژو د چارو د پر وخت بشپړولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

د قراردادي شرکتونو مسؤلینو هم ډاډ ورکړ، د سړک هغه برخې چې په غیرمعیاري ډول رغول شوې دي، له بېرته نړولو وروسته بیا ورغوي، او همدارنګه د یادو پروژو پاتې چارې به د باکیفیته موادو په کارولو او ټاکل شوې موده کې بشپړې کړي.

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت هڅه کوي چې د هېواد د ترانسپورتي زېربناوو په برخه کې د پراختیايي پروژو د پلي کولو او د یادو پروژو د چارو د بهیر د دقیقې څارنې او ارزونې له لارې هېوادوالو ته د اسانه او خوندي تګ راتګ زمینه برابره کړي.

.

1 year 1 month ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS