د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د لوګر ولایت له مرستیال والي سره وکتل

kalim_admin
Sun, Oct 11 2026 3:20 PM
د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د لوګر ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د لوګر ولایت له مرستیال والي، محترم مولوي انعام الله صلاح‌الدین، سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د لوګر ولایت په کچه یې د ټولګټو وزارت تر کار لاندې پروژو د څرنګوالي، روانو فعالیتونو او د سړکونو د ساتنې او څارنې په اړه خبرې اترې و کړې.

په یاده لیدنه کې دواړو لورو د یاد ولایت د سړکونو د وضعیت، د روانو رغنیزو او ترمیماتي پروژو د تطبیق پر څرنګوالي بحث وکړ او د اړوندو چارو د لا ښه ترسره کېدو لپاره یې د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي د پروژو د چارو د کیفیت، پرمختګ او څارنې پر اهمیت ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې د سړکونو دوامداره ساتنه او څارنه د خلکو د تګ راتګ د اسانتیا او د ترانسپورتي خدمتونو د ښه والي لپاره مهمه ده.

.

1 year 1 month ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS