د ټولګټو وزارت محترم وزیر د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیارغونې له چارو څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
Sat, Oct 17 2026 1:45 PM
د ټولګټو وزارت محترم وزیر د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیارغونې له چارو څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې د دغه وزارت د سالنګونو دساتنې او څارنې رئیس او د پروان ولایت د ټولګټو ریاست رئیس یې هم ملتیا کوله، تېره پنجشنبه سالنګونو ته سفر وکړ. نوموړي د یاد سفر په ترڅ کې د شمالي سالنګ او جنوبي سالنګ د اساسي بیارغونې له چارو څخه له نږدې لیدنه او ارزونه وکړه.

دغه رازمحترم وزیر صاحب په دغه سفر کې د یادې لوې لارې اړوند د ۹ پایو پلونو د اساسي بیارغونې له چارو څخه، چې د دوشي پُل په ګډون ۷ پلونه د جنوبي سالنګ اړوند او پاتې دوه پایې پلونه د شمالي سالنګ اړوندو سیمو کې موقعیت لري هم لیدنه وکړه او هدایت یې ورکړ چې ژر ترژره دې د یادو پلونو چارې بشپړې شي.

د یادې لویې لارې د اساسي بیارغونې (  کانکريټ اچونې، قیر اچونې، پلونو، پلګوتو، استنادي دیوالونو او ځینو نورو مصنوعي ساختمانونو) چارې دا مهال د شمالي سالنګ او جنوبي سالنګ په بېلابېلو برخو کې په چټکۍ سره جریان لري.

د ټولګټو محترم وزیر د یادو پروژو تطبیق کوونکو ټیمونو او قراردادي شرکتونو مسؤلینو ته د چارو د چټکتیا او غوره ترسره کېدو په هکله لازمې لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د یادې لویې لارې د پلان شویو برخو چارې دې د ژمې له را رسیدو مخکې بشپړې کړي.

د قراردادي شرکتونو مسؤلینو هم ډاډ ورکړ، چې د یادو پروژو چارې به په غوره کیفیت او د پلان له مخې په ټاکلي وخت ترسره کړي.

.

1 year 1 month ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS