د بامیان–دایکندي سړک د ترمیم او جغل اچونې چارې د څه باندې ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

media_admin
Thu, Oct 22 2026 11:57 AM
د بامیان–دایکندي سړک د ترمیم او جغل اچونې چارې د څه باندې ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د بامیان–دایکندي مسیر د ۵۷ کیلومتره سړک د ترمیم او جغل اچونې چارې د څه باندې ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي، چې تېره ورځ د بامیان ولایت د مرستیال والي محترم مولوي انس عزیزي، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم انجنیر حفیظ الله نعمتي، سیمه‌ییزو مسؤلینو او قومي مشرانو په حضور کې افتتاح او رسماً پیل شوې.

په دې پروژه کې د سړک د ځینو برخو کیندنه، هموارکاري، جغل اچونه، د استنادي دېوالونو او پلګوټو جوړول شامل دي، چې چارې به یې په څلورو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادې پروژې په پلي کېدو سره به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او د چارو په بشپړېدو سره به یې د بامیان او دایکندي ولایتونو د اوسېدونکو د تګ راتګ، سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.

.

1 year 1 month ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS