د اجارې ورکولو د پرېکړې خبرتیا - د بلخ ولایت د ټولګټو ریاست د پخوانۍ ودانۍ د ۲ جریبه او ۴ بیسوې موازي ځمکې د اجارې ورکولو خبرتیا

kalim_admin
د اجارې ورکولو د پرېکړې  خبرتیا - د بلخ ولایت د ټولګټو ریاست د پخوانۍ ودانۍ د ۲ جریبه او ۴ بیسوې موازي  ځمکې د اجارې ورکولو خبرتیا

Publish Date

Closing Date

په همدې وسیله ټولو درنو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي چې د ټولګټو وزارت په پام کې لري چې د بلخ ولایت د ټولګټو ریاست د پخوانۍ ودانۍ ۲ جریبه او ۴ بیسوې موازي  ځمکه په اجاره ورکړي.

له ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه چې په دې برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري، په درنښت بلنه ورکوي؛ ترڅو د یادې ځمکې د سوداګریزو، صنعتي، خدماتي او نورو ورته تأسیساتو د جوړولو په موخه یو اغېزمن، اقتصادي او د پلي کېدو وړ طرحه ترتیب او د ۱۴۰۵/۹/۸ نېټې پورې یې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو آمریت ته، چې د کورنیو چارو وزارت د پخوانۍ ودانۍ څلورلارې، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.

وړاندې شوې طرحې باید لاندې موارد ولري:

۱. د ځمکې د کارونې د موخې او ډول روښانه او هر اړخیزه تشریح

۲. د پلان شوو تأسیساتو لومړنۍ طرحه

۳. اقتصادي تحلیل او د لګښتونو لومړنۍ اټکل

۴. د پروژې د پلي کېدو مهالوېش

۵. د طرحې احتمالي، اقتصادي او ټولنیزې ګټې

۶. د اجارې موده: محترم داوطلبان باید د ځمکې د اجارې لپاره خپله وړاندیز شوې موده په کلونو او میاشتو کې په څرګند ډول مشخصه کړي

۷. د میاشتني کرایې اندازه؛ داوطلب باید د میاشتني کرایې وړاندیز په څرګند، مستند او واضح ډول وړاندې کړي.

د آفر تضمین: فعلاً د تطبیق وړ نه دی.

د طرحو د سپارلو نېټه : د ۱۴۰۵/۹/۸ نېټه، د سهار ۱۰:۰۰ بجې.

د طرحو د سپارلو ځای: د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو آمریت.

یادونه: که چېرې د ۱۴۰۵/۹/۸ نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، د یادې ځمکې د اجارې اړونده طرحه به په راتلونکې کاري ورځ، په هماغه ټاکلي وخت او ځای کې ترلاسه کېږي.

.

1 year 2 months ago

 

More tenders

Sat, Dec 14 2024 9:45 AM
Background image

REQUEST FOR Consultancy Service for Detail Survey and Detail design for Kandahar-Spinboldak Railway Project LENGTH (96 Km)

Procuring Entity

National Procurement directorate (NPD) on behalf of      Ministry of Public Works/Afghanistan Railway Authority (MOPW/ARA)

Fund . . .

Sun, Feb 21 2021 9:33 AM
Background image

REQUEST FOR EXPRESSIONS OF INTEREST (REOI)

REQUEST FOR EXPRESSIONS OF INTEREST (REOI)

(Consulting Services – Firms Selection)

Country:  Government of Islamic Republic of Afghanistan

Project:    Trans-Hindukush Road . . .

Back to tenders