د ټولګټو وزارت محترم وزیر په بدخشان ولایت کې د یاد وزارت له تر کار لاندې پروژو څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
Tue, Nov 24 2026 3:10 PM
د ټولګټو وزارت محترم وزیر په بدخشان ولایت کې د یاد وزارت له تر کار لاندې پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام، بدخشان ولایت ته ولاړ او هلته یې د یاد وزارت  د تر کار لاندې پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه او ارزونه وکړه.

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د پروژو د لیدنې پر مهال، د ترسره شویو کارونو د کیفیت او د پروژو د فزیکي پرمختګ د ارزونې تر څنګ، د قراردادي شرکتونو مسئولینو او تطبیق کوونکو ټیمونو ته لارښوونه وکړه، چې چارې د تخنیکي مشخصاتو له مخې، د باکیفیته موادو په کارولو او د ټاکل شوې نېټې سره سمې بشپړې کړي.

محترم وزیر صاحب په دغه سفر کې د بدخشان – تخار لویې لارې د ترمیماتي پروژې، له یفتل ولسوالۍ څخه د یاوان، راغستان او کوهستان ولسوالیو پر لور د ۲۶ کیلومتره سړک جوړولو پروژې، د شهر بزرگ ولسوالۍ د یوه پایه ۸۰ متره پله د جوړولو پروژې او د بدخشان – تخار لویې لارې په اوږدو کې د پاراپېټ دېوالونو د جوړولو او ګارډرېلونو د نصبولو پروژو څخه لیدنه او ارزونه وکړه.

د یادونې وړده چې یادې پروژې د ټولګټو وزارت له لوري په دغه ولایت کې د څه باندې یو میلیارد او ۸۹۸ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت تطبیقېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټولګټو وزارت محترم وزیر د خپل دغه کاري سفر په ترڅ کې په تخار او کندز ولایتونو کې هم د یاد وزارت له یو شمېر تر کار لاندې پروژو څخه لیدنه او ارزونه کړې ده.

.

1 year 2 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS