د هلمند ولایت په موسی‌کلا ولسوالۍ کې د ۲۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴ کیلومتره سړک رغنیزې چارې پیل شوې

kalim_admin
Wed, Nov 18 2026 9:00 AM
د هلمند ولایت په موسی‌کلا ولسوالۍ کې د ۲۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴ کیلومتره سړک رغنیزې چارې پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د ٤ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ٢١١ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصی سکتور سره قرارداد او د هلمند ولایت د والي محترم الحاج مولوي امان الدین منصور، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس او یو شمېر سیمه ییزو مسوولینو په شتون کې پیل شوې.

دغه سړک د موسی‌کلا ولسوالۍ په بازار کې جوړېږي، چې پلنوالی یې په بېلابېلو برخو کې توپیر لري او د رغنیزو چارو د بشپړېدو موده یې ۱۵ کاري میاشتې ټاکل شوې ده.

د یاد سړک د رغنیزو چارو په بشپړېدو سره به د موسی‌کلا ولسوالۍ په بازار کې د ترافیکي ګڼې‌ګوڼې کچه راکمه او د سیمې اوسېدونکو ته به د تګ راتګ او ترانسپورټ په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې برابرې شي.

.

1 year 2 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS