په زابل کې د شاوخوا شل زره کورنیو لپاره پر ارغنداب سیند پُل جوړ شو

mopw_admin
Mon, Mar 08 2021 8:52 AM
په زابل کې د شاوخوا شل زره کورنیو لپاره پر ارغنداب سیند پُل جوړ شو

په زابل کې د شاوخوا شل زره کورنیو لپاره پر ارغنداب سیند پُل جوړ شو

د کب ۱۷مه ۱۳۹۹

د زابل د ټولګټو ریاست له لوري د خاک افغان ولسوالۍ په خرني کلي کې پر ارغنداب سیند یو اوسپنیز پل جوړ شو.

د زابل د ټولګټو ریاست د معلوماتو له مخې له دې ۳۵ متره اوږده اوسپنیز پله څخه شاوخوا ۲۰ زره کورنۍ ګټه اخلي چې مرکز قلات ته یې د هغوی د ساعتونو لار دقیقو ته رالنډه کړې ده.

د خاک افغان ولسوالۍ اوسېدونکو د دې پله پر رغېدو خوښي څرګنده کړې او د یو شمېر نورو ولسوالیو خلکو هم د ارغنداب پر پله د دا ډول پلونو د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

ټولګټو وزارت د خلکو غوښتنو ته د قدر په سترګه ګوري او له پلان او بودیجې سره سم د هیواد په ګوټ ګوټ کې اړین پلونه او سړکونه رغوي تر څو خلکو ته د تګ راتګ اسانتیاوې رامنځته شي.

ټولګټو وزارت

.

2 years 1 month ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS