د کندهار ـــ سپین بولدک د لومړي لاټ دوهم سړک د جوړیدو چارې بشپړ شوې او په نژدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دغه پروژه د کندهار له هوایي ډګر څخه پیل او تر سپین بولدک پورې دوام لري، چې ۴۰ کیلومټره اوږدوالی، د ۳۲۰ متره په اندازې یو پایه پُل، ۹۶ دانې پُلګوټې او ۳ دانې معبرونه لري. چې د افغانستان دولت په مالي لګښت یې له یو خصوصي ودانیز شرکت سره د جوړیدو تړون شوی ؤ او په نژدې راتلونکو ورځو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
یاد سړک په جنوب غرب حوزه کې د افغانستان دولت یو له مهمو پروژو څخه دی چې جنوب غرب ولایتونه به د ډیورنډ فرضي کرښې له لارې د ګاونډ هېواد پاکستان سره ونښلوي او هم به د ټرانزیټ، کرنیزو توکو د انتقال او اقتصادي پرمخ یون په برخه کې مهم رؤل ولري.
د یادولو وړ ده، چې یاد سړک د جنوب او جنوب غرب دهلیز له مهمو برخو څخه شمېرل کېږي او د چاپیریال ساتنې په برخه کې مهم او اساسي رؤل لري.
ټولګټو وزارت ـــ کابل\
د وري ۹مه، ۱۴۰۰