بهرني پانګه وال د هېواد د سړکونو او اوسپنې پټلۍ رغونې په برخه کې پانګونې ته ليواله دي

kalim_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۴:۵۶
بهرني پانګه وال د هېواد د سړکونو او اوسپنې پټلۍ رغونې په برخه کې پانګونې ته ليواله دي

 

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د ترستکو میدل ایست(منځني ختيځ) شرکت د بهرنيو اړيکو له رئيس محترم دوکتور درخشان سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په یاده لیدنه کې د ترستکو میدل ایست( منڅني ختیځ) شرکت د بهرنيو اړيکو  رئيس د ټولګټو وزارت د سرپرست وزير سره له  ليدنې څخه خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه چې «زموږ ( Trustco Middle East GmbH)   شرکت د سړکونو او اوسپنې پټلۍ د جوړولو او د معدنونو په برخه کې پراخه تجربه لري او غواړو چې د ټولګټو وزارت سره د سرک جوړونې او اوسپنيزې کرښې د رغونې په برخه کې  ګډکار وکړو.»

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د ترستکو میدل ایست شرکت رئيس ته د ښه راغلاست تر څنګ د دوی له ليوالتيا څخه مننه وکړه او زياته يې کړه چې « دامهال په افغانستان کې تر بل هر وخت امنيت ښه شوی او په بېلا بېلو برخو په ځانګړې توګه د سړک او اوسپنيزې کرښې په برخه کې کورنيو او بهرنيو پانګوالو ته د پانګونې بشپړه زمينه برابره ده.»

همدارنګه، د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د خپلو خبرو پر مهال دا هم و ويل چې ستاسې وړانديزونه به د ا.ا.ا له رهبرۍ سره شريک کړل شي او وروسته تاسو کولای شئ چې د پالیسۍ سره سم د ياد وزارت په پروژو کې برخه واخلئ.

دا په داسې حال کې ده، چې  په دې وروستيو کې يو شمېر نورو بهرنیو پانګوالو هم د هيواد د سړکونو او اوسپنيزې کرښې په برخه کې پانګونې ته ليوالتيا ښودلې وه.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

4 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۴
Background image

د شاه ولي کوټ – ترینکوټ ۲۴ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د شاه ولي کوټ – ترینکوټ د عمومي مسیر د ۲۴ کیلومتره برخې د اساسي رغونې چارې د شاوخوا ۷۹۲ میلیونه افغانیو په ارزښت روانې دي.

یاد سړک د کندهار ولایت له ټغرک. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۳:۴۰
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۷۹۹۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د جدي له ۱۲مې څخه تر ۱۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۷۹۹۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۱۰۶۹۸۴) ټنه، د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۹:۳۲
Background image

د مزارشریف –دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې ۴۲ سلنه بشپړې شوې دي

د ا.ا.ا تولګټو وزارت لخوا په بلخ ولایت کې د درنو هېوادوالو د ستونزو د حل او هوسا تګ راتګ په موخه د مزارشریف – دره صوف سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د ۱۵۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې. . .

BACK TO NEWS