داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- دوه پایه پلونو

ashraf_admin
اعلان داوطلبی

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو درنو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د کابل-کندهار لويې لارې اړوند د ميدان وردګ ولايت د دراني پُل او د ياد ولايت د پُل سرخ د ترميماتي پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.
داوطلبان کولای شي، د شرطنامې سافټ کاپي او تخنيکي اسناد د ټولګټو وزارت د ساختماني چارو رياست له تدارکاتو آمريت څخه ترلاسه کړي، خپل سر تړلي آفرونه په شرطنامه کې د درج شويو اصولو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق د خبرتيا د نشر له نېټې څخه تر (۱۴۰۳/۱۲/۰۴) – سهار (۱۰:۰۰) بجې د ټولګټو وزارت تدارکاتو رياست ته، چې د ملالۍ واټ، پخواني کورنيو چارو وزارت سړک، د معلوماتو او ملي احصايې ادارې ترڅنګ واقع دی؛ وسپاري.
ناوخته رسيدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د دراني پُل د ترميماتي پروژې د آفر تضمين په بانکي ډول (۶۰،۰۰۰) - (شپيته زره) افغانۍ او د پُل سرخ د ترميماتي پروژې د آفر تضمين هم په بانکي ډول (۱۱۳،۰۰۰) – (يو سل او ديارلس زره) افغانۍ دی.
د آفرونو پرانيستلو غونډه به په (۰۵/۱۲/۱۴۰۳) نېټه سهار (۱۰:۰۰) بجې د ټولګټو وزارت د رياست دفتر د غونډو په تالار کې په دريم منزل کې ترسره شي.

...

3 میاشتې 3 اونی ago

...

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۴:۵۶
Background image

د قرار داد دبیا ځلې ورکړې خبرتیا- د درېیو پایو پلونو (د تاجکان پل، د بابې مردان2 پل، د پژه 2 پل) لومړی لاټ پروژه

د ټولګټو وزارت  ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو  ته بلنه ور کوی ؛ ترڅو د درېیو پایو پلونو (د تاجکان پل، د بابې مردان 2 پل، د پژه2 پل) لومړی لاټ پروژه چې د کابل – مزارشریف په عمومي لاره . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۴:۴۱
Background image

د قرار داد دبیا ځلې ورکړې خبرتیا- د څلورپایه پلو، آغيل پل، قلاتک پل، هيجان پل او کفتر خانې (۲) پل پروژې د سالنګونو اړوند د کابل – مزارشريف عمومي لویې لارې د دوهم لاټ پروژه

د ټولګټو وزارت  ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو  ته بلنه ور کوی ؛ ترڅو د څلورپایه پلو، آغيل پل، قلاتک پل، هيجان پل او کفتر خانې (۲) پل پروژې چې د سالنګونو اړوند د کابل مزارشريف عمومي . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۳:۳۴
Background image

د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د (۳۵) عدده زړو (داغ لرونکو) وسایطو د ليلام پروسه

د ټولګټو وزارت په پام کې لري، چې خپل (۳۵) عدده زاړه (داغ لرونکي) وسایط د ليلام له لارې وپلوري؛ نو له ټولو شرکتونو، ادارو او هغو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه چې د داوطلبۍ په پروسه کې د ګډون . . .

Back to tenders