داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د پروان ولایت د جبل‌السراج بازار په سیمه کې د سالنګونو د ساتنې او څارنې محترم ریاست اړوند د (۱۲۰،۳۶) متره مربع ځمکې د اجارې ورکولو خبرتیا

kalim_admin
اجاره دهی موازی (۱۲۰،۳۶ ) متر مربع زمین ملکیت ریاست محترم حفظ و مراقبت سالنگها واقع بازار جبل السراج ولات پروان

Publish Date

Closing Date

ټولو محترمو داوطلبانوته خبر ور کول کیږي، ټولګتو وزارت غواړي د پروان ولایت د جبل‌السراج بازار په سیمه کې د سالنګونو د ساتنې او څارنې محترم ریاست اړوند د (۱۲۰،۳۶) متره مربع اضافي ځمکه په اجاره ورکړي.

له ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه، چې په دې برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري، په درناوي بلنه ورکول کېږي؛ترڅو د یادې ځمکې پر سر د سوداګریزو، صنعتي، خدماتي او ورته نورو تأسیساتو د جوړولو لپاره یوه اغېزمنه، اقتصادي او د عملي کېدو وړ طرحه ترتیب او د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د وږی میاشتې تر  ۱۸مې نېټې، د چهارشنبې ورځې، د سهار تر  ۱۰:۰۰بجو پورې د مزایدې او داوطلبۍ په پروسه کې د ګډون په موخه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست، د اجناسو د تدارکاتو آمریت ته، چې د صدارت څلورلارې د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري مراجعه وکړي.

که ګډونوال د استازي له لارې ګډون کوي، نو اړ دی چې رسمي مکتوب/ خط هم له خپلې طرحې سره ضمیمه کړي.

وړاندې شوې طرحې باید لاندې موارد ولري:

۱. د ځمکې د کارونې موخه او ډول په روښانه ډول تشریح شي.

۲. د وړاندیز شویو تأسیساتو لومړنۍ طرحه، له نقشې او پلان سره.

۳. اقتصادي تحلیل او د لګښتونو لومړنی اټکل.

۴. د پروژې د پلي کولو مهالویش.

۵. د طرحې احتمالي اقتصادي او ټولنیزې ګټې.

۶. د اجارې موده؛ داوطلب باید د ځمکې د اجارې غوښتل شوې موده په کلونو او میاشتو کې مشخصه کړي.

۷. د میاشتني کرایې اندازه؛ داوطلب باید د میاشتني کرایې وړاندیز په څرګند، مستند او واضح ډول وړاندې کړي.

د مزایدې او د طرحو د پرانیستلو وروستۍ نېټه: د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د وږی ۱۸مه، د سهار ۱۰:۰۰ بجې.

د اجرا تضمین: بریالی داوطلب مکلف دی چې د خپلې وړاندې شوې یوې کلنې کرایې معادل تضمین د بانکي تضمین  یا نغدو پیسو په بڼه وړاندې کړي.

د طرحو سپارلو ځای: ټولګټو وزارت، د تدارکاتو ریاست، د اجناسو د تدارکاتو آمریت.

یادونه: که د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د وږی ۱۸مه نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، نو د مزایدې او د طرحې د پرانیستلو بهیر به په راتلونکې کاري ورځ، په همدې خبرتیا په ټاکل شوي وخت او ځای کې ترسره کېږي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۳۵
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د سالنګونو د ساتنې او څارنې محترم ریاست د اړتیا وړ ۹۲ قلمه ساختماني موادو د تدارک او چمتو کولو پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د سالنګونو د ساتنې او څارنې محترم ریاست د اړتیا وړ ۹۲ قلمه ساختماني موادو د تدارک او چمتو کولو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۱۹
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د بلخ ولایت خُلم ولسوالۍ د ټولپلازا اداري ودانۍ جوړولو پروژه اول لاټ

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د بلخ ولایت خُلم ولسوالۍ د ټولپلازا اداري ودانۍ جوړولو پروژه اول لاټ د پروژې . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۱۶
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ترانسپورټ او میخانیکي چارو د سمون ریاست د اړتیا وړ ۷۱۰ قلمه پرزه‌ جاتو د پېرلو، چمتو کولو او ترمیماتو پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ترانسپورټ او میخانیکي چارو د سمون ریاست د اړتیا وړ ۷۱۰ قلمه پرزه‌ جاتو د پېرلو ، چمتو کولو او . . .

Back to tenders