داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- لغمان ولایت  قرغه ای ولسوالۍ سیمه کې ۶ جریبه او ۷ بسوه ځمکه د ټولګټو وزارت اضافي موازي ملکیت د کرایې ورکولو پروسه

kalim_admin
اعلان اجاره دهی موازی 6 جریب 7 بسوه زمین مازاد ملکیت وزارت فواید عامه واقع ولایت لغمان ولسوالی قرغه ای ساحه مشعل کمر

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅود لغمان ولایت  قرغه ای ولسوالۍ سیمه کې ۶ جریبه او ۷ بسوه ځمکه د ټولګټو وزارت له اضافي موازي ملکیت څخه د کرایه ورکولو پروسه کې ګدون وکړي،له ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه، چې غواړي په دې برخه کې پانګونه وکړي، په درنښت غوښتنه کېږي، ترڅو یوه اغېزمنه او د پلي کېدو وړ اقتصادي طرحه د یادې ځمکې د سوداګریزو، صنعتي، خدماتي او ورته تأسیساتو د جوړولو لپاره ترتیب کړي، او خپله طرحه د ۱۴۰۴ کال د دلوې  ۲۳مه نېټه، د سهار لسو بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو آمریت ته، چې د صدارت څلور لارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت ترڅنګ او د ملي احصایې او معلوماتو ادارې څنګ ته موقعیت لري، وسپاري.

د طرحې (پلان) محتوا باید لاندې موارد ولري:

۱-       د ځمکې د کارونې  ډول او هدف په روښانه توګه تشریح کړي؛

۲-       د پلان شویو تأسیساتو ابتدایي طرح وړاندې کړي؛

۳-       اقتصادي تحلیل او د لګښتونو ابتدایي اټکل وړاندې کړي؛

۴-       د پروژې د تطبیق مهالوېش (ټایم‌لاین) مشخص کړي؛

۵-       د طرحې احتمالي اقتصادي او ټولنیزې ګټې روښانه کړي؛

۶-       د اجارې موده: داوطلب باید د اجارې د مودې اوږدوالی (په کلونو او میاشتو) مشخص کړي؛

۷-       د میاشتني کرایې اندازه: داوطلب باید د میاشتني کرایې خپل وړاندیز په څرګند او مستدل ډول وړاندې کړي.

د آفر تضمین : اوس مهال قابل د تطبیق نه دی

د آفر پرانيستلو نېټه :  (۱۴۰۴/۱۱/۲۳) - (   ۱۰:۰۰)  بجې له غرمې مخکې.

د آفر پرانستولو ځای: د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو آمریت

يادونه: که چيرې د روان کال  (۱۴۰۴/۱۱/۲۳)  نېټه د حکومت لخوا په ناڅاپي ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورڅ کې ترسره کېږي.

...

5 میاشتې ۱ اونی ago

...

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۹:۳۱
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- لغمان ولایت  قرغه ای ولسوالۍ سیمه کې ۶ جریبه او ۷ بسوه ځمکه د ټولګټو وزارت اضافي موازي ملکیت د کرایې ورکولو پروسه

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅود لغمان ولایت  قرغه ای ولسوالۍ سیمه کې ۶ جریبه او ۷ بسوه ځمکه د ټولګټو وزارت له اضافي موازي ملکیت څخه د کرایه ورکولو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۳۵
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- هلمند ولایت، ګرشک ولسوالۍ بازار کې   (11،33) جریبه ځمکه د ټولګټو وزارت له اضافي موازي ملکیت د کرایه ورکولو پروسه

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د هلمند ولایت، ګرشک ولسوالۍ بازار کې   (11،33) جریبه ځمکه د ټولګټو وزارت له اضافي موازي ملکیت څخه د کرایه ورکولو پروسه . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۱:۷
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا-د کندز ولایت په مرکز د پل الچین په سیمه کې  د (۲) جریبه، (۶) بسوه او (۱۸) بواسه ځمکې ورکولو پروسه

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ترڅود کندز ولایت په مرکز د پل الچین په سیمه کې  د (۲) جریبه، (۶) بسوه او (۱۸) بواسه ځمکه د ټولګټو وزارت له اضافي موازي ملکیت . . .

Back to tenders