داوطلبۍ ته د بیا ځلې بلنې خبرتیا-د کابل په قره باغ سیمه کې د ټولګټو وزارت له اضافي موازي ملکیت څخه 6.32 جریبه ځمکې د کرایې ورکولو پروسه

kalim_admin
اعلان تمدید میعاد دعوت به داوطلبی -  اجاره دهی موازی (6.32) جریب زمین ملکیت این وزارت واقع قره باغ ولایت کابل

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د کابل په قره باغ  سیمه کې د ټولګټو وزارت له اضافي موازي ملکیت څخه د   (6.32)ځمکې په کرایه ورکولو پروسه کې ګدون وکړي.

 له ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه، چې غواړي په دې برخه کې پانګونه وکړي، په درنښت غوښتنه کېږي، ترڅو یوه اغېزمنه او د پلي کېدو وړ اقتصادي طرحه د یادې ځمکې د سوداګریزو، صنعتي، خدماتي او ورته تأسیساتو د جوړولو لپاره ترتیب کړي، او خپله طرحه د 1404 کال د قوس 8 مه نېټه، د پنجشنبې په ورځ د سهار لسو بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو آمریت ته، چې د صدارت څلور لارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت ترڅنګ او د ملي احصایې او معلوماتو ادارې څنګ ته موقعیت لري، وسپاري.

د طرحې (پلان) محتوا باید لاندې موارد ولري:

1-       د ځمکې د کارونې  ډول او هدف په روښانه توګه تشریح کړي؛

2-       د پلان شویو تأسیساتو ابتدایي طرح وړاندې کړي؛

3-       اقتصادي تحلیل او د لګښتونو ابتدایي اټکل وړاندې کړي؛

4-       د پروژې د تطبیق مهالوېش (ټایم‌لاین) مشخص کړي؛

5-       د طرحې احتمالي اقتصادي او ټولنیزې ګټې روښانه کړي؛

6-       د اجارې موده: داوطلب باید د اجارې د مودې اوږدوالی (په کلونو او میاشتو) مشخص کړي؛

7-       د میاشتني کرایې اندازه: داوطلب باید د میاشتني کرایې خپل وړاندیز په څرګند او مستدل ډول وړاندې کړي.

د آفر تضمین : اوس مهال قابل د تطبیق نه دی

د آفر پرانيستلو نېټه :   1404/9/8 - ( 10:00 )  بجې له غرمې مخکې.

د آفر پرانستولو ځای: د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو آمریت

يادونه: که چيرې د روان کال ( 1404/9/8) نېټه د حکومت لخوا په ناڅاپي ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورڅ کې ترسره کېږي.

...

2 میاشتې 4 اونی ago

...

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

داوطلبۍ ته د بیا ځلې بلنې خبرتیا-د کابل په قره باغ سیمه کې د ټولګټو وزارت له اضافي موازي ملکیت څخه 6.32 جریبه ځمکې د کرایې ورکولو پروسه

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د کابل په قره باغ  سیمه کې د ټولګټو وزارت له اضافي موازي ملکیت څخه د   (6.32)ځمکې په کرایه ورکولو پروسه کې ګدون وکړي.

  . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۹:۳۷
Background image

د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ د آذان پل د جوړولو پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو(د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ د آذان پل د جوړولو پروژه چې ۲۸۰ متره اوږدوالی لري، د داوطلبی په پروسه کې ګدون وکړي او د . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د ګردېز–خوست د عمومي سړک د ترمیمولو پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو  (د ګردېز–خوست د عمومي سړک د ترمیمولو پروژې) د داوطلبی په پروسه کې ګدون وکړي او د شرطپاڼې او تخنیکي اسنادو کاپي د دې . . .

Back to tenders