دواطلبې ته د بلنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داو طلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د کابل، هرات او لوګر ولایتونو د ترازګانو لپاره د اوبو دشپږو څاګانو کیندلو د پروژې په داوطلبۍ پروسه کې برخه واخلي د شرط پاڼې د سافټ او تخنیکی اسنادو د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست له ساختماني چارو آمریت څخه لاسته راوړې شې؛ او خپل سر تړلی آفر دې د شرط پاڼې درج شویو شرایطو سره سم او د تدارکاتو د قانون له مخي د اعلان له نشر څخه وروسته تر 08/05/1403 د سهار لس بجو پورې د د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د ساختماني چارو آمریت څخه د ملالۍ واټ، د پخوانیو کورنیو چارو وزارت، د احصائې ملي ادارې ته څیرمه موقعیت لري وړاندې کړي وروسته رسیدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
.د آفر تضمین د بانکي حساب په توګه( 120،000افغانۍ) ده ؛د آفر پرانیستلو غونډه د(08/05/1403)نیټه د سهار 10:00 بجې د ټولګټو وزارت غونډو په تالار کې ده