د اروزگان سړکونو د جوړېدو لپاره د ارزونې تخنیکي ټیم استول کیږي

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۱ - ۱۸:۳۰
د اروزگان سړکونو د جوړېدو لپاره د ارزونې تخنیکي ټیم استول کیږي

د ټولګټو وزیر انجنیر نجیب الله یمين د اروزګان د خلکو له استازي قدرت الله رحيمي سره په خپل کاري دفتر کې د لیدو پر مهال د اروزګانو خلکو ته ډاډ ورکړ چې په لنډو ورځو کې به د دې ولایت د ټولو اړینو سړکونو د هر اړخیزې ارزونې لپاره تخنیکي ټيم واستول شي.

اوس مهال د ترینکوټ ـ کندهار سړک د اساسي ترمیم په موخه تر تخنیکي ارزونې لاندې دی چې د ۲۵ کیلو مټره سړک اساسي ترمیم به یې تر تخنیکي، تدارکاتي او بولۍ پړاونو وروسته پیل شي.

دا سړک د ترمیم لپاره په دوو برخو وېشل شوی چې لومړۍ برخه یې ۱۰ او دویمه برخه یې ۱۵ کیلو مټره ده. د سړک لومړۍ برخه لا هم تر تخنیکي ارزونې لاندې ده خو دویمه برخه یې له تخینکي ارزونې څخه د تدارکاتو پړاو ته تللې چې تر تدارکاتو وروسته به اعلان او د ګټونکي شرکت له خوا به په نږدې وخت کې کار پرې پیل شي.

د یادولو ده چې اروزګان ولایت ته تلونکی تخنیکي ټیم به د ترینکوټ ـ دهراوود، ترینکوټ – چناروتو او ځینې نور سړکونه هم و ارزوي او تر تخنیکي پړاوونو وروسته به یې پر تدارکاتو او عملي چارو کار پیل شي.

...

8 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۳۲
Background image

د جلال‌آباد - تورخم د دویم لین سړک د پاتې برخو د رغنیزو چارو بیا پیل او له یادې پروژې څخه د ټولګټو وزارت د محترم وزیر لیدنه

د جلال‌آباد - تورخم د دویم لین سړک د پاتې برخو رغنیزې چارې بیا پیل شوې، چې له یادې پروژې څخه د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر، الحاج ملا محمد عیسی ثاني، له نږدې لیدنه وکړه او د پروژې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د ګرشک – موسی‌قلعه مسیر د دویمې برخې ۲۶.۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې روانې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د هېوادوالو د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه، د هلمند ولایت د ګرشک – موسی‌قلعه مسیر د دویمې برخې ۲۶.۵ کیلومتره نښلوونکي سړک د اساسي رغونې چارې پیل کړې دي، چې دا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۲۶
Background image

د مزار شریف – دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د مزار شریف – دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې د ۱۵۹ میلیون افغانیو په لګښت تېر کال پيل شوې وې چې دا مهال ۵۱ سلنه بشپړې شوې دي.

د. . .

BACK TO NEWS