د تخار - بدخشان لویې لارې د ترميم او بيا رغونې کار د څه باندې ۱۵.۹ ميليونه افغانيو په ارزښت پيل شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۱۱:۴۴
د تخار - بدخشان لویې لارې د ترميم او بيا رغونې کار د څه باندې ۱۵.۹ ميليونه افغانيو په ارزښت پيل شو

د تخار - بدخشان لویې لارې؛ د ترميم او بيا رغونې کار د ټولګټو وزارت له لوري د تخار ولايت د ټولګټو د رئیس او ځينو سيمه ییزو مسولينو په شتون کې د پټۍ په پريکولو سره افتتاح او پیل شو.

دغه سړک، ۵۸ کيلو متره اوږدوالی لري، چې د ویجاړو برخو پر ترميم سربېره د ۱۵۰ مترو په اوږدوالي سره یو پایه پل، ۸ پايې پلګوټي، ۲۰ متره معبر (واش)، ۴۰ متره ډبرین استنادي دېوال او ۱۴۸ متره ګابیوني دېوال شامل دي چې ترميم او بیارغول کېږي.

ياده ترمیماتي پروژه د ټولګټو وزارت او صفت ساختماني او سړک جوړونې شرکت ترمنځ د څه باندې ١٥ میلیونه افغانیو په ارزښت سره قرارداد شوې، چې لګښت یې د ټولګټو وزارت له بودیجې څخه ورکول کېږي، چې په راتلونکو څلورو مياشتو کې به يې کار بشپړ شي.

د يادونې وړ ده، چې د يادې پروژې د کار په جريان کې به د سیمې يو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمينه برابره شي او د کار له بشپړېدو سره به یې پر دغه مسير د تيرېدونکو خلکو د تګ راتګ ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي. 
 

...

8 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۳۲
Background image

د جلال‌آباد - تورخم د دویم لین سړک د پاتې برخو د رغنیزو چارو بیا پیل او له یادې پروژې څخه د ټولګټو وزارت د محترم وزیر لیدنه

د جلال‌آباد - تورخم د دویم لین سړک د پاتې برخو رغنیزې چارې بیا پیل شوې، چې له یادې پروژې څخه د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر، الحاج ملا محمد عیسی ثاني، له نږدې لیدنه وکړه او د پروژې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د ګرشک – موسی‌قلعه مسیر د دویمې برخې ۲۶.۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې روانې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د هېوادوالو د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه، د هلمند ولایت د ګرشک – موسی‌قلعه مسیر د دویمې برخې ۲۶.۵ کیلومتره نښلوونکي سړک د اساسي رغونې چارې پیل کړې دي، چې دا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۲۶
Background image

د مزار شریف – دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د مزار شریف – دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې د ۱۵۹ میلیون افغانیو په لګښت تېر کال پيل شوې وې چې دا مهال ۵۱ سلنه بشپړې شوې دي.

د. . .

BACK TO NEWS