د جلال آباد ښار اړوند د هجرت کلي سړک رغنیزې چارې ۴۲ سلنه بشپړي شوي دی 

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۸ - ۱۲:۱۹
د جلال آباد ښار اړوند د هجرت کلي سړک رغنیزې چارې ۴۲ سلنه بشپړي شوي دی 


د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار اړوند د هجرت کلي سړک رغنیزې چارې تر دې دمه ۴۲ سلنه  بشپړي شوي دي.
ياد سړک چې په دوه برخو ویشل شوی دی، لومړۍ برخه یې ۴  کیلومټره له درونټې بازار څخه تر هجرت کلي پوري د ۶ متره پلنوالي، ۱۵ پلچکونو، ۹۰ متره استنادي ديوال او ۱،۲ متره د دواړ غاړو په اوږدوالي غځيدلی دی.
او دوهمه برخه یې د ۲.۸۵ کیلومترو په اوږدوالي له سرخ آب پل څخه تر درونټې بازار او د کابل ــ جلال آباد تر لویې لار پورې د ۹ متره پلنوالي، ۲ متره ګلدان ، ۲ متره پلي لار، ۱۵ پلچکونو او ۱۷۰ متره استنادي ديوال په درلودلو دوام لري.
چې ټول اوږدوالی يي ۶.۹ کیلومټره کېږي. 
د هجرت کلي د سړک له بشپړیدا سره به د ننګرهار ولایت میوې او حاصلات په کم وخت کې تر بازارونو ورسېږي او هم به روغتیایي او ښوونیزو مرکزونو ته د خلکو لاس رسي اسانه او ګټور تمام شي.

ټولګټو ـوزات 

د کب ۲۸مه ،۱۳۹۹

...

7 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د ګرشک – موسی‌قلعه مسیر د دویمې برخې ۲۶.۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې روانې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د هېوادوالو د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه، د هلمند ولایت د ګرشک – موسی‌قلعه مسیر د دویمې برخې ۲۶.۵ کیلومتره نښلوونکي سړک د اساسي رغونې چارې پیل کړې دي، چې دا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۲۶
Background image

د مزار شریف – دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د مزار شریف – دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې د ۱۵۹ میلیون افغانیو په لګښت تېر کال پيل شوې وې چې دا مهال ۵۱ سلنه بشپړې شوې دي.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کنړ ولایت له یو شمېر رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د یاد وزارت د یو شمېر تخنیکي رئیسانو او انجنیرانو په ملتیا د کنړ ولایت له یو شمېر رغنیزو پروژو. . .

BACK TO NEWS